د افغانستان سفارت د اداري وضعیت په اړه انتقادي راپورونه ردکړل
حقاني وايي، یوازې د مرکز (کابل) د لارښوونې له مخې د پاسپورټ د تجدید فیس لس ډالره زیات شوی او په نورو لګښتونو کې یې کوم بدلون نه دی راغلی
په تهران کې د افغانستان په سفارت کې د ناوړه اداري وضعیت په اړه له ځینو راپورونو وروسته د دغه سفارت مشر دغه راپورونه رد کړل او ټینګار یې وکړ چې د دغه سفارت اداري وضعیت ۸۰ سلنه ښه شوی او د مراجعینو کارونه باید ژر تر ژره ترسره شي. مولوي فضل محمد حقاني د پاسپورت د تمدید د لګښت د کمولو هیله څرګنده کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس وایی په تهران کښې د افغانستان د سفارت مشر مولوی فضل محمد حقانی د دغه سفارت د اداری حالت په هکله د خپرو شویو رپوټونو او د ګڼې ګوڼې او ګډوډۍ په هکله د ځینو نیوکو په غبرګون کښې وویل په تهران کې د افغانستان سفارت ۸۰ سلنه ښه شوی، د مراجعینو او په ایران کې د مېشتو افغانانو کارونه ژر تر ژره ترسره کېږي او له یوې ورځې بلې ته نه ځنډول کېږي.
حقاني وايي، یوازې د مرکز (کابل) د لارښوونې له مخې د پاسپورټ د تجدید فیس لس ډالره زیات شوی او په نورو لګښتونو کې یې کوم بدلون نه دی راغلی
په تهران کې د افغانستان د سفارت مشر هیله څرګنده کړه چې مرکز به د پاسپورت د تمدید په لګښت له سره غور وکړي. په تهران کې د افغانستان سفارت په ځانګړې توګه د پاسپورت د تمدید او د هویت د تثبیت په دوو څانګو کې د مراجعینو له ګڼې ګوڼې سره مخ دی، له همدې امله له لیدونکو غوښتي چې د دغو دوو څانګو د لیدو لپاره د انلاین فورم د بیا فعالولو غوښتنه وکړي