اروپايي هیوادونه باید له طالبانو سره تعامل وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133494-اروپايي_هیوادونه_باید_له_طالبانو_سره_تعامل_وکړي
د ناروې د کډوالو د شورا مشر یان اګلنډ په اروپايي هیوادونو غږ وکړ چې په افغانستان کښې د طالبانو له حکومت سره تعامل وکړي.
(last modified 2023-05-27T04:52:23+00:00 )
May 27, 2023 09:14 Asia/Kabul
  • اروپايي هیوادونه باید له طالبانو سره تعامل وکړي

د ناروې د کډوالو د شورا مشر یان اګلنډ په اروپايي هیوادونو غږ وکړ چې په افغانستان کښې د طالبانو له حکومت سره تعامل وکړي.

هغه له طوع نیوز ټيلي ويژن سره په مرکه کښې د اروپايي هیوادونو له مشرانو سره خپلو کتنو ته په  اشارې سره وویل هڅه کوو د طالبانو له حکومت سره د اروپایانو د تعامل زمینه برابره کړو.

اګلنډ زیاته کړه که څه هم حکومتونه او رژیمونه واک ته راځي او بیا لیرې کیږي خو اوسلو هماغه راز افغانستان او د هغه حکومت په رسمیت پيژندي.

د ناروې د کډوالو د شورا مشر یان اګلنډ وویل په ډيپلوماسۍ کښې حکومتونه په رسمیت نه پيژندل کیږي بلکې هیوادونه په رسمیت پيژندل کیږي.

هغه وویل د ناروې سفیر باید زر افغانستان ته ورستون شي او زه دغه هدف ته د رسیدا لپاره هماغه راز افغانستان ته د بیرته ستنیدا لپاره د اروپايي هیوادونو له سفیرانو سره د مشورې په حال کښې یم.

د ناروې دغه چارواکي دغه راز هیله وکړه د افغانستان ښځې او انجلۍ وکولای شي زر ښوونځیو او پوهنتونو ته د زده کړې لپاره لاړې شي.