اروپايي هیوادونه باید له طالبانو سره تعامل وکړي
د ناروې د کډوالو د شورا مشر یان اګلنډ په اروپايي هیوادونو غږ وکړ چې په افغانستان کښې د طالبانو له حکومت سره تعامل وکړي.
هغه له طوع نیوز ټيلي ويژن سره په مرکه کښې د اروپايي هیوادونو له مشرانو سره خپلو کتنو ته په اشارې سره وویل هڅه کوو د طالبانو له حکومت سره د اروپایانو د تعامل زمینه برابره کړو.
اګلنډ زیاته کړه که څه هم حکومتونه او رژیمونه واک ته راځي او بیا لیرې کیږي خو اوسلو هماغه راز افغانستان او د هغه حکومت په رسمیت پيژندي.
د ناروې د کډوالو د شورا مشر یان اګلنډ وویل په ډيپلوماسۍ کښې حکومتونه په رسمیت نه پيژندل کیږي بلکې هیوادونه په رسمیت پيژندل کیږي.
هغه وویل د ناروې سفیر باید زر افغانستان ته ورستون شي او زه دغه هدف ته د رسیدا لپاره هماغه راز افغانستان ته د بیرته ستنیدا لپاره د اروپايي هیوادونو له سفیرانو سره د مشورې په حال کښې یم.
د ناروې دغه چارواکي دغه راز هیله وکړه د افغانستان ښځې او انجلۍ وکولای شي زر ښوونځیو او پوهنتونو ته د زده کړې لپاره لاړې شي.