د ایران او د افغانستان ترمینځ سرحدي جګړه ختمه شوه
زمونږ خبریال راپور راکړی خبرو سرچینو د ایران د اسلامي جمهوریت د سرحدي ځواکونو او د افغانستان د طالبانو ډلې د ځواکونو ترمینځ په نیمروز سرحدي سیمه کښې د جنګ د ختمیدا خبر ورکړ.
د ایران او د افغانستان په سرحد کښې ننۍ نښته پاې ته ورسیدله دا په داسې حال کښې دي چې د ایران او د افغانستان سرحدي چارواکي همدا اوس په غونډې بوخت دي چې د رامینځته شوي جګړې په دلایلو باندې غور وکړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د سرحدي ځواکونو او د افغانستان د طالبانو د ځواکونو ترمینځ نن په نیمروز سرحد کښې د ساسولي پوستې په خوا کښې تاوتریخوالي رامینځته شول چې د ډزو د تبادلې سبب شول.
د طالبانو ځواکونو مخکې هم له سرحدي قوانینو د نه خبریدا په دلیل یوشمیر تاوتریخوالي رامینځته کړي وو چې د ایران د سرحدي ځواکونو له غبرګون سره مخامخ شول او د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو هم په دې هکله د طالبانو چارواکو ته جدي تذکر ورکړی دی.