د افغانستان په سلګونوغلاشوي لرغوني آثار بیرته ددغه هیوادمیوزیم ته وګرځول شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133578-د_افغانستان_په_سلګونوغلاشوي_لرغوني_آثار_بیرته_ددغه_هیوادمیوزیم_ته_وګرځول_شول
 د افغانستان د ملی میوزیم مرستیال ووئیل،څو لسیزو جنګ او شخړو او نیوک افغانستان نابود کړی دی او جنایتکارو او قاچاقبرو له دغې بې ثباتۍ ناوړه استفاده کړې او د تاریخي او لرغوني ودانۍ  او ځایونه ئې لوټ کړي دي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 29, 2023 01:59 Asia/Kabul

 د افغانستان د ملی میوزیم مرستیال ووئیل،څو لسیزو جنګ او شخړو او نیوک افغانستان نابود کړی دی او جنایتکارو او قاچاقبرو له دغې بې ثباتۍ ناوړه استفاده کړې او د تاریخي او لرغوني ودانۍ  او ځایونه ئې لوټ کړي دي.

 په افغانستان کې د امریکائي پوځ د نیواک او جنګ په پړاؤ کې غلا شوي په سلګونو آ ثار  بیرته ددغه هیواد میوزیم ته  ګرځول شوي دي.

 زمونږ خبریال له کابله راپور راکړ، د افغانستان د ملی میوزیم مرستیال یحیی محب زاده پرون  په یولړ څرګندونو کې ووئیل، تیر  د کابو زرو تاریخي آثارو د قاچاق مخه نیول شوې  او  دغه تاریخي آثار بیرته  ملی میوزیم ته ګرځول شوي دي.

یحیی محب زاده  زیاته کړې ده ، په افغانستان کې د لرغونوآثارو قاچاق  له مخکینیو  وختونو ته ګرځي  او د جنګ په وخت کې ددغه میوزیم ډیر زیات آثار غلا اوقاچاق شوي دي.

Image Caption