پوله ایزې شخړې یوازې په خبرواترو او  دوامدارو هڅو سره حل کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133580-پوله_ایزې_شخړې_یوازې_په_خبرواترو_او_دوامدارو_هڅو_سره_حل_کیږي
ایران او افغانستان دسرحدي موضوعګانو په باب د حقیقت موندونکي پلاوي په لیږلو سره سلاشول
(last modified 2023-05-28T22:29:11+00:00 )
May 29, 2023 02:54 Asia/Kabul
  • پوله ایزې شخړې یوازې په خبرواترو او  دوامدارو هڅو سره حل کیږي

ایران او افغانستان دسرحدي موضوعګانو په باب د حقیقت موندونکي پلاوي په لیږلو سره سلاشول

ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ، د ایران  او  افغانستان په پولو کې  د تیرو ورځو  په شخړو پسې په افغانستان کې د ایران د سفارت  او د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو  ترمیځ تماسونه او مکاتبې وشوې او په دې سره سلا شول چې د سرحدي ترینګلتیاؤ د ارزونې او  سپړنې لپاره   حقیقت موندونکی پلاوی  ولیږدول شي.

 داپه داسې حال کې دي چې  د دوه ورځې مخکې د سیستان او بلوچستان ولایت په پولې کې د افغانستان د نیمروز ولایت  له خوا دطالبانو په  ډزو پسې حالات تر یوه ترینګلي شوي وو ،خو په موقعې د دواړو هیوادونو   اړونده مسئولانو په مشورو او  تماسونو سره وضعیّت کنټرول شوی او  په عین حال کې د ایران د اپوځ  دمځکني ځواک قوماندان سردار کیومرث حیدري او  د پولیسو عمومی قوماندان  جانشین سردار رضائی هم د وروستیو شرائطو دارزونې لپاره  نوموړو سیمو ته سفر کړی او حالات ئې له نزدې ارزولي دي.