د امام خمیني (ره) په افکارو سره د اسلامي وحدت پیاوړتیا
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133600-د_امام_خمیني_(ره)_په_افکارو_سره_د_اسلامي_وحدت_پیاوړتیا
د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا مشر ویلي چې اسلامي ملتونو د امام خمیني (ره) په افکارو سره د اسلام د احیا لپاره ټینګ ګامونه پورته کړي دي.
(last modified 2023-05-29T03:41:38+00:00 )
May 29, 2023 08:08 Asia/Kabul
  • د امام خمیني (ره) په افکارو سره د اسلامي وحدت پیاوړتیا

د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا مشر ویلي چې اسلامي ملتونو د امام خمیني (ره) په افکارو سره د اسلام د احیا لپاره ټینګ ګامونه پورته کړي دي.

د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا مشر آیت الله صالحي د امام خمیني (ره) د تلین په مناسبت له ایران پرس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي چې د امام خمیني(ره) افکارو په نړۍ کې اسلام ژوندی کړ او په پایله کې علماء او فقهاء هم را ژوندي شول او د هغوی مقام د خلکو له خوا لوړ شو.

د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د  غبرګولې څوارلسمه د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) د رحلت له کلیزې سره برابره ده.

د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا مشر زیاته کړه: امام خمیني (ره) په ایران کې د حقیقي اسلام په پیروۍ سره د وحدت د بریا پایله، د نورو ملتونو لپاره لارښود څراغ ګڼلو او تل یې په خپلو الفاظو کې دغه موضوع ته اشاره درلوده.