ننګرهار کښې د تخنیکي زده کړو فارغ التحصیله ځوانان کار غواړي
ننګرهارکې سلګونه له تخنیکي او مسلکي زده کړو فارغ شوي ځوانان له حکومت نه دکاري فرصتونو د برابرولو غوښتنه کوي
چارواکي وایی د تخنیکي او مسلکي کادرونو په برخه کې دا ځوانان دهرې برخې تشه ډکولای شي او حکومت ورته پاملرنه کوي
له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکوي چې په ننګرهارکې د تخنیکي او مسلکي دوه کلنو زده کړو د بېلابېلو روزنیزو مرکزونو څخه نږدې شپږ سوه ځوانان فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
ننګرهارکې د تخنیکي او مسلکي زده کړو امر انجنیر عبدالباري نصرت وایي دغو شپږ سوه ځوانانو په موټر، موبایل، بریښنا او کمپیوټر جوړونه او دغه راز دکرنې، ، بانکدارۍ او محاسبې په برخه کې دوه کلنې زده کړې ترلاسه کړي دي، ددغو ځوانانو دفراغت په ویاړ جوړه شوې غونډه کې دتخنیکي او مسلکي زده کړو امر او یو شمیر نورو وینا والو فارغو شویو ځوانانو ته سپارښتنه وکړه چې په خپلو مسلکونو کې هومره زیار وګالي چې په هیواد کې د بهرنیو تخینکي او مسلکي کارکوونکو دځای نیولو جوګه شي. په ورته وخت کې فارغ شوي ځوانان له حکومت نه د کاري فرصتونو او په کور دننه او بهر کې د نورو لوړو زده کړو دزمینو برابرولو غوښتنه کوي.
د ننګرهارد تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې مشر انجنیر عبدالباری نصرت وایي هیواد په بېلابېلو برخو کې مسلکي کسانو ته اړتیا لري او طمعه ده چې دا ځوانان به دا اړتیاوې پوره کړي او حکومت ژمن دی چې دوې ته به د دوې د وړتیا له مخې اسانتیاوې برابرې کړي.
ننګرهارکې په دومره شمیر کې ځوانان په تخنیکي او مسلکي برخه کې له دوه کلنو زده کړو ترلاسه کولو وروسته فارغیږي چې په هیواد کې د پخوا په پرتله د بیکارۍ کچه لوړه او دلیسانس یا ګریجویشن تر کچې د لوړو زده کړو لرونکي ځوانان هم وزګار ګرځي.