د قطر لومړي وزیر او د طالبانو د مشر لیدنه
د روانې عیسوي میاشتۍ د مې په ۱۲مه د افغانستان کندهار ولایت ته د قطر د لومړي وزیر د سفر په اړه تازه نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې د طالبانو د مشر ملا هیبت الله سره یې لیدنه ترسره کړې.
د قطر لومړي وزیر او د طالبانو د مشر لیدنه
د روانې عیسوي میاشتۍ د مې په ۱۲مه د افغانستان کندهار ولایت ته د قطر د لومړي وزیر د سفر په اړه تازه نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې د طالبانو د مشر ملا هیبت الله سره یې لیدنه ترسره کړې.
د رویټرز خبري اژانس نن د سرچینو له قوله ویلي چې د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني کندهار ته د سفر پر مهال د طالبانو د مشر ملا هیبت الله سره لیدنه ترسره کړې.
یاد خبري اژانس د خپلې سرچینې له قوله وایي، چې د دې لیدنې پر مهال د دواړو لورو ترمنځ د خبرو یوه موضوع له نړیوالې ټولنې سره د کړکېچ د هواري په اړه وه چې ملاهبتالله په دې لیدنه کې له نړیوالې ټولنې سره د خبرو دوام ته ډېر لېوال و.
رویټرز خبري اژانس وايي، د قطر لومړي وزیر د طالبانو مشر سره کتنه کې د نجونو په زدهکړو او ملګرو ملتونو سازمان په ادارو کې د ښځو په کار د بندیزونو د لېرې کولو اړتیا هم مطرح کړې ده.
رویټرز د خپلې سرچینې له قوله، د قطر د لومړي وزیر او د طالبانو د مشر په لیدنه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړتیا او تر خوا یې له افغانانو سره د بشري مرستو رسولو د اسانتیاوو په رامنځته کېدو هم خبرې شوي دي.
رویټرز دا هم لیکي چې د قطر حکومت د دې کتنې ټول جزییات د امریکا متحدهایالاتو له ولسمشر جوبایډن سره شریک کړي دي.
رویټرز داسې مهال د قطر د صدراعظم او د طالبانو د مشر د لیدنې خبر ورکوي چې تر دې وړاندې، ملاهبتالله اخندزاده د اسلامي همکاریو سازمان له یوه پلاوي سره له کتنې ډډه کړې وه.