زابل کښې د څلور لکو په ارزښت دیوالونه مرمتیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په زابل ولايت کې د نږدې (۴٠٠) زره ډالرو په ارزښت استنادي دېوالونه رغول کیږي.
راپورونه مو دا ځل له زابل ولایت څخه خبروي چې په دې ولایت کې د یو لړ بیارغونې د کارونو د پیل چاري روانيدونکي دي .
د زابل ولايت د (ترنک) سیندیزې حوزې چاواکو خبر ورکړی چې د ياد ولایت په (شاجوی او شهر صفا) ولسوالیو کې د (AFO) موسسې په مالي ملاتړ د( ٣٦٣) زره ډالرو په ارژښت استنادي دېوالونه جوړېږي.
ویل کیږي چې د یادو دېوالونو د کار د پیل لپاره یو لړمراسم جوړ شوي وو چې د ياد ولایت د ترنک سیندیزې حوزې رییس مولوي عبدالکریم ذوالفقار رسنيوته ته زیاته کړه چې د يادو دېوالونو په جوړېدو سره به په سلګونه جریبه ځمکه او لسګونه کورونه د سېلابونو له خطر څخه بچ شي.
تر دې وړاندې د افغانستان په بغلان ولایت په (خنجان) ولسوالۍ کې د (۱۲) میلیونه افغانیو په ارزښت د (ګبیوني) نومي د ديوال د جوړولو چارې پيل شوي وې.