نړۍ باید له طالبانو ډلې سره زیات تعامل ولري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133802-نړۍ_باید_له_طالبانو_ډلې_سره_زیات_تعامل_ولري
صدای افغان خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر د ډیرو محدودیتونو د تپلو پرځاې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د مثبت تعامل غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-06-01T23:27:53+00:00 )
Jun 02, 2023 03:48 Asia/Kabul
  • نړۍ باید له طالبانو ډلې سره زیات تعامل ولري

صدای افغان خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر د ډیرو محدودیتونو د تپلو پرځاې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د مثبت تعامل غوښتنه وکړه.

دغه غوښتنه وروسته له دې شوي ده چې څه موده مخکې نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي حالت په هکله یو راپور خپور کړ.

په دغه راپور کښې ویل شوي دي چې په افغانستان کښې د خوراکي شیانو او د تیلو بیې کمې شوي دي او د خارجي هیوادونو د اسعارو او د کرنسیو په مقابل کښې د افغانۍ ارزښت هم ثابت پاتې شوی دی.

په دغه راپور کښې ویل شوي دي چې د صادراتو تر څنګ د افغانستان ملي شتمنۍ او د وارداتو سویه هم زیاته شوي ده.

د طالبانو د حکومت د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر پرون وویل د افغانستان د اقتصادي حالت په هکله د روان میلادي کال د مي د میاشتې په دیرشمه نیټه د نړیوال بانک وروستی راپور حقیقتونه ښکاره کوي.

هغه وویل که چیرې نړیواله ټولنه د طالبانو پرضد د محدودیتونو د لګولو پرځاې له دغه ډلې سره مثبت تعامل ته پام وکړي بې شکه افغانستان به په اقتصادي ډګر کښې هم له مخکې څخه زیات پرمختګ وکړي.