د پاکستان د وروستۍ سوداګریزې طرحې په اړه په افغانستان کې غبرګونونه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133914-د_پاکستان_د_وروستۍ_سوداګریزې_طرحې_په_اړه_په_افغانستان_کې_غبرګونونه
په داسې حال کې چې پاکستان له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دی، له درېیو هېوادونو افغانستان، ایران او روسیې سره يې د جنس په جنس سوداګرۍ طرحه جوړه کړې ده.د یادې طرحې پربنسټ به پاکستان له نورو هېوادونو سره سوداګري د پیسو په بدل کې نه بلکې، جنس به صادروي او په بدل کې به یې جنس واردوي.
(last modified 2023-06-04T05:30:08+00:00 )
Jun 04, 2023 06:15 Asia/Kabul

په داسې حال کې چې پاکستان له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دی، له درېیو هېوادونو افغانستان، ایران او روسیې سره يې د جنس په جنس سوداګرۍ طرحه جوړه کړې ده.د یادې طرحې پربنسټ به پاکستان له نورو هېوادونو سره سوداګري د پیسو په بدل کې نه بلکې، جنس به صادروي او په بدل کې به یې جنس واردوي.

په داسې حال کې چې پاکستان له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دی، له درېیو هېوادونو افغانستان، ایران او روسیې سره يې د جنس په جنس سوداګرۍ طرحه جوړه کړې ده.

د یادې طرحې پربنسټ به پاکستان له نورو هېوادونو سره سوداګري د پیسو په بدل کې نه بلکې، جنس به صادروي او په بدل کې به یې جنس واردوي.

د ‌پاکستان ددغې طرحې په اړه په افغانستان کې متفاوت نظرونه موجود دي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په دې اړه له پاکستان سره ناستې او خبرې شوي، خو لاهم پایلې ته نه دي رسېدلي او په جزیاتو خبرې روانې دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین بیا د دغه ګام هرکلی کوي او وایي چې دا ډول سوداګري د هېواد د اقتصاد په ګټه ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوی خان جان الکوزی وايي چې اوس‌مهال سوداګر د بانکونو له لارې د پیسو په لېږد کې له زياتو ستونزو سره مخ دي.                  

د افغانستان- پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې اجراییه رییس نقیب الله صافی هم دا يو مثبت ګام بولي او وايي: د طالبانو حکومت بايد په دې سوداګرۍ کې ونډه واخلي او نور هېوادونه هم وهڅول شي چې دې ډول سوداګرۍ ته مخه کړي.

خو د اقتصادي چارو کارپوه آزرخش حافظي وایي چې په دې ډول سوداګرۍ کې به پاکستان د افغانستان له اړتیا ناوړه ګټه واخلي او بې کیفیته توکي به افغانستان ته راصادر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کلونو کې له پاکستان سره د افغانستان سوداګري د تېرو کلونو په پرتله راکمه شوې او افغانستان د منځنۍ آسیا او سیمې له نورو هېوادونو سره سوداګري زیاته کړې ده.