د افغانستان طالبان له ګاونډیو هیوادونو سره ښې اړیکې لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133944-د_افغانستان_طالبان_له_ګاونډیو_هیوادونو_سره_ښې_اړیکې_لري
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو حکومت وايي چې له ګاونډیو هیوادونو سره ډيرې ښې اړیکې لري او د دغو اړیکو د ښه کولو هڅه کوي.
(last modified 2023-06-04T20:09:06+00:00 )
Jun 05, 2023 00:37 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبان له ګاونډیو هیوادونو سره ښې اړیکې لري

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو حکومت وايي چې له ګاونډیو هیوادونو سره ډيرې ښې اړیکې لري او د دغو اړیکو د ښه کولو هڅه کوي.

د افغانستان د طالبانو د حکومت د کابینې دفتر پرون په یوې بیانیې کښې وویل چې د سیاسي کمیسیون په غونډه کښې له ګاونډیو هیوادونو سره د کابل د اړیکو په هکله د نظر تبادله شوي ده.

دغه بیانیه ټینګار کوي چې افغانستان له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره ښې  اړیکې لري او د دغو اړیکو د ښه کولو کوشش کوي.

په دغه غونډه کښې چې د افغانستان د طالبانو د کابینې د سرپرست او د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په ګډون سره وشوه ټینګار وشو چې له ګاونډیو هیوادونو د بحث وړ موضوعګانې باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

د افغانستان د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریم هم تیره اونۍ ټینګار کړی و د کابل دریځ او سیاست دا دی چې له هیڅ لوري سره له تاوتریخوالي څخه ډکې اړیکې نه غواړي په تیره بیا له ګاونډیو هیوادونو سره.