نورستان کې یو محلي سندرغاړی له ورور سره یو ځای وژل شوی
نورستان کې ناڅرګندو وسله والو یو محلي سندرغاړی او د هغه ورور په ډزو وژلي دي، خو ځایی چارواکي د دې سندرغاړي وژل کیدل شخصي دښمني بولي
نورستان کې یو محلي سندرغاړی له ورور سره یو ځای وژل شوی
نورستان کې ناڅرګندو وسله والو یو محلي سندرغاړی او د هغه ورور په ډزو وژلي دي، خو ځایی چارواکي د دې سندرغاړي وژل کیدل شخصي دښمني بولي
مسلم نورستانی محلی سندرغاړی وو چې د سی شنبی په ورځ له خپل ورور سره یو ځایی ناڅرګندو وسله والو د نورستان ولایت د منډول ولسوالۍ په اړوند سیمه کې په ډزو وژلی دی .
د نورستان د والي ویاند سیف الدین لټون د دې خبر د تايید تر څنګ وایي چې مسلم نورستاني او ورور یې د شخصي دښمنۍ په پایله کې وژل شوي چې وژونکي یې په تیښه بریالي شوي دي .
د نورستان د والي ویاند وویل امنیتي ځواکونه د پیښې د عاملینو د پیژندلو او نیولو په لټه کې دي .
تر اوسه د دې محلي سندرغاړي د وژلو پړه چا پر غاړه نده اخیستې