امام خمینی له استکبار سره د مبارزې د خوځښتونو بیلګه ؤ
(last modified Tue, 06 Jun 2023 23:39:43 GMT )
Jun 07, 2023 04:09 Asia/Kabul
  •  امام خمینی له استکبار سره د مبارزې د خوځښتونو بیلګه ؤ

 د افغانستان یو شمیر دینی  او سیاسی شخصیّتونو او متفکرانو  او څيړاندو ،د ؛ افغانستان د ملت پر بیدارئ د حضرت امام خمینی دتفکراتو ارزونې ؛په موضوع سره په یوه وبینار کې ، هغه بزرګوار له استکبار سره  دمبارزې دخوځښتونو  بیلګه  وبالۀ.

زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د کلتوری او  ټولنیزو فعالیتونو مرکز تبیان ، دحضرت امام خمیني  د ارتحال د کلیزې په مناسبت  د  ایران او افغانستان د سیاسی فعالانو ، عالمانو ، فرهنګیانو او څیړاندو  په ګډون سره د ؛ افغانستان دملت پر بیدارئ د حضرت امام خمینی د سیاسی تفکر د  اغیزو په نامې سره وبینار ترسره کړ.

د تبیان د مرکز  او صدای افغان خبری آژانس مشر حجةالاسلام حسینی مزاري  په دغه وبینار کې پخپلې وینا  کې ووئيل، د حضرت امام خمینی له پاڅون  او د  اسلامی انقلاب له پیل  او دهغه بزرګوار  دلیدتوګو له غبرګون او دیوه اسلامی نظام  دبنسټ کیښودو سره په یووخت، د افغانستان ملت  له بل هر یوه ملت او هیواد زیات  د حضرت  امام خمینی له لیدتوګو اغیزومانۀ.

 حسینی مزاري ووئيل،  نن سبا د افغانستان مسلمان  ولس  د حضرت امام خمینی له لیدتوګو اغیزمنلی  دی او هڅه کوي  د هغه  بزرګوار د تفکر په لاره کې او د  اسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  د لارښونو  او رهبرۍ  له  لارې  هڅه او حرکت وکړي او   دخپلو مبارزو حرکت  یوې نتیجې ته ورسوي..

د افغانستان د تبیان مرکز عمومی مشر  ووئیل،  د افغانستان ولس  له اسلام سره په مینې او د اسلام  قوانینو او فرمانونو  ته په اعتقاد سره ، ددینا ترټولو لوي مادي قدرت یعني امریکا ته ماته ورکړه. او خپل هیواد ئې آزاد کړ.