د افغانستان ډیرو انجلیو په کم عمر کښې وادونه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134136-د_افغانستان_ډیرو_انجلیو_په_کم_عمر_کښې_وادونه_کړي
شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د طالبانو د حکومت د احصائیې ادارې وویل د هیواد کابو څلویښت فیصده انجلیو له اتلسو کلونو په کم عمر کښې وادونه کړي دي.
(last modified 2023-06-08T20:13:02+00:00 )
Jun 09, 2023 00:34 Asia/Kabul
  • د افغانستان ډیرو انجلیو په کم عمر کښې وادونه کړي

شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د طالبانو د حکومت د احصائیې ادارې وویل د هیواد کابو څلویښت فیصده انجلیو له اتلسو کلونو په کم عمر کښې وادونه کړي دي.

د طالبانو د حکومت د معلوماتو او د احصائیې د ملي ادارې مشر فقیر محمد زیار پرون وویل دغه تحقیق او د شمیر معلومولو درې میلیونه ډالره لګښت لرلی او هغه د افغانستان په څلوردیرشو ولایتونو کښې د یوسل شپږدیرشو ښځو په شمول د څلور سوه دوه شپییتو سړیو په ملګرتیا سره ترسره شوی دی.

سره له دې معلومه نه ده چې طالبانو له اتلس کلونو د کم عمر د وادونو په هکله اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره له کومو اوزارونو استفاده کړي ده.

کارپيژاندي وايي چې په افغانستان کښې په معیاري ډول سرشمیرنې سخت کار دی ځکه چې تراوسه په دقیق ډول د هیواد سرشمیرنه نه ده ترسره شوي.

راپورونه وايي په افغانستان کښې په خلکو کښې د بې وزلۍ د زیاتیدا په علت په کم عمر کښې د ماشومانو په زوره وادول زیات شوي دي.

له بلې خوا د بشري حقوقو ارګانونو په ځلونو اندیښنه څرګنده کړي ده چې د طالبانو لخوا له زده کړې د انجلیو محرومول هغوې په کم عمر کښې د واده کیدا له خطر سره مخامخ کړي دي.

تیر کال د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ د صندوق مشر ویلیم کورنلیوس په افغانستان کښې په کورنیو باندې اقتصادي دباو ته په اشارې سره ویلي وو د هغو انجلیو عمر چې د وادونو لپاره خرڅول کیږي په پرله پسې ډول د کمیدا په حال کښې دی او همدا اوس د افغانستان ځینې خلک خپلې لوڼې چې عمرونه یې له پینځو کلونو کم دي په پیسو خرڅوي.