پاکستان وايي، په سیمه کښې د ثبات لپار د طالبانو ملګرتیا کوي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل: اسلام آباد په سیمه کښې د صلحې او امنیت لپاره د افغانستان له واکمن حکومت سره ملګرتیا ته تیار دی
د فارس خبري آژانس د رپورټ له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د افغانستان په چارو کښې د دغه هیواد د ځانګړي استازي په کتنه کښې وویل چې پاکستان په سیمه کښې د صلحې او امنیت په موخه له طالبانو سره ګډ کار ته چمتو دی.
هغه په دغې کتنې کښې له ترهګرۍ سره په ګډې مبارزې، له طالبانو سره په تجارت او په افغانستان کښې د دغه هیواد د پراختیايي پروژو په بشپړولو هم ټینګار کړی دی.
پاکستان له وړومبنیو هیوادونو و چې په افغانستان باندې د طالبانو له دوباره واکمنیدو وروسته یې په اسلام آباد کښې د دغه هیواد سفارت طالبانو ته وسپاره.
پر دې سربیره، پاکستاني چارواکو په نړیوالو غونډو کښې په کراتو له طالبانو ملاتړ کړی او له دغې ډلې سره یې د نړۍ د لازیات تعامل غوښتنه کړې ده.