د بایډن څرګندونې په ژمنو باندې د طالبانو د پابندي نښه ده
ذبیح الله مجاهد وایي، د امریکې د ولسمشر جوبایډن وروستۍ څرګندونې، په کړې ژمنې باندې د طالبانو د پابندۍ نښه ده.
د طالبانو ویاند په افغانستان کښې د القاعدې په هکله د امریکې د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کښې وویل چې دغه وینا، په ژمنو باندې د طالبانو پابندي ثابتوي.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو ویاند «ذبیحالله مجاهد» د امریکې د ولسمشر څرګندونو ته غبرګون وښوده.
د امریکې ولسمشر جو بایډن په واشنګټن کښې په یوې خبري غونډې کښې ویلي دي، «ستاسو یاد دي چې د افغانستان په هکله مې څه وویل؟ ومې ویل چې القاعده هلته نشته. ومې ویل، له طالبانو به مرسته واخلو.»
هغه زیاته کړه: اوس څه روان دي؟ مطبوعات ولولئ. زما خبره صحي وه.
د بایډن دغو څرګندونو غبرګونونه راپارولي دي.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل ویلي دي چې طالبان، په سیمه کښې د امریکې واګنر ډله ده.
هغه په یو ټویټ کښې لیکلي دي: د امریکې ولسمشر بایډن د دوحې د موافقې د پټو ضمیمو په څرګندولو سره، بنیادي ایشواګري وکړه. او په دغې ایشوا کونه کښې یې د طالبانو اصلي ماهیت، په سیمه کښې د امریکې د واګنر ډلې په توګه روښانه کړ.
له بلې خوا د طالبانو خارجه وزارت هم د بایډن وروستۍ څرګندونې په حقیقت پوهیدل بللي دي او وايي: مونږ په دې اړه د امریکې د ولسمشر جوبایډن څرګندونې چې دمګړۍ په افغانستان کښې هیڅ وسله واله ډله نشته، په حقیقت باندې اعتراف ګڼو.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یو ټویټ کښې ویلي دي چې دغه ډله په افغانستان کښې د څه باندې شلو وسله والو ډلو د شتون او فعالیت په هکله د ملګرو ملتو په بندیزونو باندې د څارنې د ټیم رپورټ ردوي.