د افغان حاجیانو د راستنېدو لړۍ پیل شوه
Jul 04, 2023 14:00 Asia/Kabul
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دغه وزارت له سعودي عربستان څخه د افغان حاجيانو د راستنېدو لړۍ پيل کړې ده.
د افغان غږ خبري آژانس د خبر له مخې، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د چنګاښ په ۱۳ مه نېټه یوه خبرپاڼه خپره کړه او ویې ویل چې د افغان حاجیانو لومړۍ ډله نن له غرمې وروسته له جدې څخه کابل ته راځي .
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د حاجیانو د راستنېدو بهیر پیل شوی او د (۳۴۶) تنو حاجیانو په ګډون لومړۍ ډله به د یوې کام ایر الوتکې په وسیله له جدې څخه کابل ته ولېږدول شی.
باید وویل شي، چې سږ کال د حج په مراسمو کې له افغانستان څخه څه باندې ۳۰ زره حاجیانو ګډون کړی و.
ټیګونه