بندیزونه له افغانستان سره د نړۍ د تعامل خنډ کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135534-بندیزونه_له_افغانستان_سره_د_نړۍ_د_تعامل_خنډ_کیږي
د طالبانو ویاند وویل: له نړۍ سره د لازیات تعامل لپاره ضروري ده چې نړیواله ټولنه د دې ډلې خلاف بندیزونه ختم کړي.
(last modified 2023-07-10T07:24:24+00:00 )
Jul 10, 2023 11:51 Asia/Kabul
  • بندیزونه له افغانستان سره د نړۍ د تعامل خنډ کیږي

د طالبانو ویاند وویل: له نړۍ سره د لازیات تعامل لپاره ضروري ده چې نړیواله ټولنه د دې ډلې خلاف بندیزونه ختم کړي.

د فارس خبري آژانس په لیکنه، طالبانو یوځل بیا له نړیوالې ټولنې په تیره بیا امریکې وغوښتل چې په دوي باندې لګیدلي بندیزونه لرې کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌ا... مجاهد طلوع نیوز ته ولیي دي: څوارلس پنځلس چارواکي دي چې په سفرونو یې له مخکښې نه لګول شوي بندیزونه تمدید شوي دي، خو له دنیا سره د تعامل او د افغانستان د پرمختګ لپاره د چارواکو او مشرانو سفرونه مهم دي.

د ویلو ده چې په افغانستان باندې د طالبانو له دوباره واکمنیدو وروسته د نړیوالې ټولنې په تیره بیا امریکې له خوا د افغانستان په اسعاري زیرمو، د چارواکو په سفر او بانکونو باندې یولړ بندیزونه لګیدلې دي.

په دغو محدودیتونو کښې، د امریکې او اروپايي هیوادونو له خوا د افغانستان د څه باندې ۹ میلیارډ ډالو کنګل کیدل، په بانکونو او بهر ته د پيسو په انتقال او هم داشان د طالبانو په پنځلسو چارواکو د سفر بندیز شامل دی.

په عین حال کښې د طالبانو د اقتصاد وزارت ویلي دي چې د نړیوالې ټولنې له خوا لګیدلو بندیزونو د خلکو په ژوند منفي اغیزه کړې ده.

د افغانستان د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وویل: د ځینو هیوادونو له خوا د دباؤ او بندیز د سیاست لګیدو زمونږ وطنوال په معیشتي تنګسه کښې راوستي دي.