بلخ کې نهاد راډیو او پیکان ټلویزیون هم خپلې خپرونې ودرولې
د افغانستان په بلخ ولایت کې د نهاد راډیو او پیکان ټلویزیون چارواکي وایي چې دغه راډیو او ټلویزیون د ځینو ستونزو له امله خپلې خپرونې ودرولې.
د پژواک خبري آژانس د خبر له مخې، د نهاد راډیو مسئول سیدمحمد یزدانپرست وایي، چې دغه راډیو د برېښنا بیې د لوړوالي، د خپرونو ملي پالیسۍ نشتون، پر تولیدي خپرونو د لګېدلو محدودیتونو، اطلاعاتو ته نه لاسرسي او له رسنیو څخه د ملاتړ بنسټونو نه پاملرنې له امله نن خپل نشرات ودرول.
په ورته وخت کې د پیکان ټلویزیون مسوول فردین عبدي بیا وایي، چې پیکان ټلویزیون پنځه کاله وړاندې خپلې خپرونې پیل کړې وې، چې هېواد کې د سیاسي بدلون وروسته یې ژوندۍ خپرونې ودرولې، خو په ټولنیزو رسنیو کې یې خپل فعالیت ته دوام ورکاوه.
عبدي وایي، چې په دغه موده کې د خبریالانو د دفاع او له رسنیو څخه د ملاتړ بنسټونو ورسره هېځ ډول مرسته ونه کړه او د روان کال چنګاښ میاشتې پر ۱۰ مه یې خپل نشرات په ټولنیزو رسنیو کې هم ودرول.
د یزدانپرست او عبدي په وینا، په دواړو رسنیو کې ۱۸ نارینه او ۷ ښځینه کارکوونکي پر دندو بوخت و.
بلخوا د بلخ اطلاعات او کلتور ریاست مسئولین هم د دغې راډیو بندیدل د دوی اقتصادي ستونزې ګڼي.
د بلخ اطلاعات او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر عطا محمد ساهو وایي، چې سرپرست حکومت د رسنیو ملاتړی دی خو د نهاد راډیو د خپرونو درېدل د دوی خپلې اقتصادي ستونزې ګڼي.
د یادونې وړ ده چې د روان زیږدیز کال د فرورۍ په میاشت کې ددغه راډیو او ټلویزیون په ودانۍ کې اور لګېدلی و، چې له امله یې ډیر اقتصادي زیان لیدلی و.
سیمه ایزو سرچینو زیاته کړې چې د ټول هېواد په کچه په تیرو نږدې دوو کلونو کې د هېواد له ۶۰۰ رسنیو څخه تر نیمایي ډېر یې د بېلا بېلو ستونزو له امله تړل شوې دي.