طالبان په محرم میاشت کښې امنیت تامینوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135770-طالبان_په_محرم_میاشت_کښې_امنیت_تامینوي
اوا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د بلخ ولایت ځايي چارواکو د محرم د سپیڅلي میاشتې د ماتم د مراسمو د امنیت د تامینولو لپاره د غږملتیا د غونډې د ترسره کیدا خبر ورکړ.
(last modified 2023-07-16T09:29:05+00:00 )
Jul 16, 2023 08:50 Asia/Kabul
  • طالبان په محرم میاشت کښې امنیت تامینوي

اوا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د بلخ ولایت ځايي چارواکو د محرم د سپیڅلي میاشتې د ماتم د مراسمو د امنیت د تامینولو لپاره د غږملتیا د غونډې د ترسره کیدا خبر ورکړ.

د بلخ ولایت چارواکو پرون د شیعه  د یوشمیر علماو او د ځايي مسوولانو د غونډې په تائیدولو سره وویل په دغه غونډې کښې ټینګار وشو چې د طالبانو د مشر د حکم پراساس په محرم میاشتې کښې به د شیعه مسلمانانو  امنیت په جدي ډول تامین شي چې هغوې وکولای شي د محرم د میاشتې په نهمه او لسمه نیټه د شیعه مسلمانانو د دریم امام حسین علیه السلام او د هغه د وفاداره ملګرو د شهادت د کلیزې ځانګړي مراسم  ترسره کړي.

د بلخ د والي مرستیال نورالهادي ابو ادریس په دغه غونډې کښې وویل اهل تشیع زمونږ هیوادوال دي او په کامل اطمینان او صداقت سره به د دوې د امنیت د تامینولو هڅه وکړو چې هغوې د محرم د میاشتې د ماتم مراسم په ښه ډول ترسره کړي.

دا په داسې حال کښې دي ځینو رسنیو یوشمیر اوازې خپرې کړي دي چې ګویا په افغانستان کښې د محرم میاشتې د مراسمو د ترسره کولو لپاره د طالبانو د حکومت لخوا یوشمیر محدودیتونه لګول شوي دي خو د بلخ د والي ویاند حاجي زید اوا خبري اژانس ته وویل چې په محرم میاشت کښې د محدودیت د لګولو موضوع حقیقت نلري.