طالبانو په کابل کښې د داعش په مرکز برید کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135772-طالبانو_په_کابل_کښې_د_داعش_په_مرکز_برید_کړی
د طالبانو امنیتي ځواکونو د کابل ولایت په بګرامي سیمه کښې د داعش ترهګرې ډلې په پټنځاې حمله وکړه.
(last modified 2023-07-16T05:00:22+00:00 )
Jul 16, 2023 09:25 Asia/Kabul
  • طالبانو په کابل کښې د داعش په مرکز برید کړی

د طالبانو امنیتي ځواکونو د کابل ولایت په بګرامي سیمه کښې د داعش ترهګرې ډلې په پټنځاې حمله وکړه.

د افغانستان باختر حکومتي خبري اژانس وویل د طالبانو امنیتي ځواکونو د کابل ولایت په بګرامي ولسوالۍ کښې په میروس ښارګي کښې د داعش ډلې د پټنځاې پرضد عملیات وکړل.

باختر خبري اژانس په دې هکله نور جزیات نه دي ورکړي خو خبري سرچینې وايي دغه عملیات د داعش ډلې ددوو غړیو په وژل کیدا سره پاې ته رسیدلي دي.

دا په تیرو میاشتو کښې څوم ځل دی چې طالبان د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې د داعش ډلې د پټنځایونو پرضد د عملیاتو د ترسره کولو خبر ورکوي.

طالبان ټینګار لري چې په افغانستان کښې داعش ډله ښکاره شتون نلري او دغه ډله هیڅ سیمه په واک کښې نلري او دغه ترهګره ډله د له مینځه تلو په حال کښې ده.

له داعش ترهګرې ډلې سره د جدي مبارزې په هکله د افغانستان د طالبانو د حکومت د چارواکو له بیا بیا ادعاګانو سره سره دغه ډله اوس هم په افغانستان کښې ترهګرې حملې کوي.