طالبانو د کانکور په آزموينه کې د نجونو له ګډون څخه مخنیوی کړی
د طالبانو تر مديريت لاندي د آزموينو ملي ادارې اعلان کړی، چې سږ کال د کانکور په ازموينه کې يوازي هلکان ګډون کوي.
د اطلاعات روز ورځپاڼې د خبر له مخې، دې ادارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت له لوري يې يوازي د نارينه زده کړیالانو د جذب فهرست تر لاسه کړی دی.
د آزموينو ادارې زياته کړې چې د کانکو د ګډون کوونکو په انتخاب کې مسئوليت نه لري او «دا د لوړو زده کړو د وزارت کار دی چې له چا ازموينه اخلي او له چا يې نه اخلي».
اټکل دا وو چې ښايي نجونې د کانکور په آزموينه کې ګډون ونه کړي، ځکه طالبانو د نجونو پر وړاندي پوهنتونونه وتړل. همدا راز تر شپږم ټولګي لوړ ښوونځي هم د نجونو په وړاندي تړلي دي.
د تېر کال په کانکور آزموينه کې نجونو ګډون کړی وو، خو طالبانو د نجونو لپاره د تحصيلي څانګو په انتخاب کې محدوديتونه لګولي وو.
ويل کېږي چې ټاکل شوې د سږ کال د کانکور آزموينې لومړۍ دوره په باميان، بغلان، پکتيا، تخار، جوزجان، خوست، فارياب، لوګر، ډايکندي، سرپل او غور ولايتونو کې د چنګاښ د مياشتې پر ۲۹ او ۳۰ نېټو واخيستل شي.