د افغانستان شیعه مسلمانان د محرم مراسمو ته چمتو دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135936-د_افغانستان_شیعه_مسلمانان_د_محرم_مراسمو_ته_چمتو_دي
طلوع نیوز ټیلي ويژن راپور ورکړ د کابل د لویدیځ د اهل تشیع علماو شورا په هیواد کښې د حسیني (ع) محرم د مراسمو په کامل ډول د ترسره کولو لپاره چمتووالی اعلان کړ.
(last modified 2023-07-19T07:08:15+00:00 )
Jul 19, 2023 11:31 Asia/Kabul
  • د افغانستان شیعه مسلمانان د محرم مراسمو ته چمتو دي

طلوع نیوز ټیلي ويژن راپور ورکړ د کابل د لویدیځ د اهل تشیع علماو شورا په هیواد کښې د حسیني (ع) محرم د مراسمو په کامل ډول د ترسره کولو لپاره چمتووالی اعلان کړ.

له افغانستان څخه رسیدلي راپورونه وايي چې د طالبانو حکومت په هیواد کښې د محرم د میاشتې د مراسمو لپاره یوشمیر محدودیتونه لګولي دي.

د کابل د لویدیځ د اهل تشیع د علماو د شورا ویاند علي علي زاده وویل مونږ ته نه دي ویل شوي چې په دغه ځاې  کښې د محرم مراسم ترسره نکړو بلکې یوازې سپارښتنه شوي ده په هغو ځایونو کښې چې ضروري نه دي که چیرې دروازې او سقا خانې جوړې نشي  نو ښه خبره ده.

د افغانستان د اهل تشیع د علماو د شورا مرستیال محمد حسن صالحي وویل طالبانو په رسمي ډول ویلي دې چې اهل تشیع په ازادۍ سره د محرم مراسم کولای او په دې زمینه کښې هیڅ محدودیت نشته.

د کابل یوه وسیدونکي محمد حسن وویل مونږ له طالبانو غواړو چې د محرم د ماتمیانو امنیت تامین کړي چې دغه مراسم په ښه ډول وشي.