د افغانستان هیواد او خلک هیچا ته تاوان او زیان نه رسوي
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی آصف درانی پرون کابل ته تللی او له امیر خان متقی سره ئې کتلي دي
د افغانستان دطالبانو د موقته حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست پرون ناوخته په کابل کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي آصف دراني سره په لیدنه کې ویلي، چې افغانانو هیچا ته زیان نه دی رسولی او دوي له افغانستانه پر نورو هېوادونو د بریدونو مخه نیسي.
زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی آصف درانی پرون کابل ته تللی او له امیر خان متقی سره ئې کتلي دي .
کابل ته د آصف دراني دا سفر څو ورځې وروسته له دې کېږي چې د پاکستان په بلوچستان صوبې کې د پاکستانيو پوځیانو پر پوستو د وسله والو له وروستیو بریدونو وروسته د پاکستان پوځ خبرداری ورکړی چې دغه ډول بریدونه د زغملو وړ نه دي او که د افغانستنا طالبان په دغه هیواد کې څه ونه کړي، نو د پاکستان دامنیتي ځواکونو له اغیزشیندونکي ځواب سره به مخامخ شي."
د پاکستان پوځ هم څو ورځې وړاندې په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د اسلام آباد بله مهمه اندېښنه په پاکستان کې په ترهګریزو فعالیتونو کې د افغان وګړو ګډون دی چې باید ورته پام وشي.
خو د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه ټویټ کې لیکلي چې ښاغلي متقی د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي ته ویلي چې افغانان هېڅکله هیچا ته زیان نه رسوي.
امیرخان متقي دغه راز په دغې کتنې کې وئیلي دي ، مونږ به اجازه ورنکړو چې زموږ خاوره د هیڅ هیواد پر ضد وکارول شي او تل په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره هلې ځلې کوو.
هغه دغه راز له آصف دراني سره په کتنه کې د افغانستان د اقتصادي ودې، د پروژو د پیل او د دواړو لورو ترمینځ د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره «ډېر ښه فرصت» اعلان کړ.
داپه داسې حال کې دي چې د پاکستانيو چارواکو په وینا په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته له رسیدو وروسته په پاکستان کې د هغو پاکستاني طالبانو یا هماغه ټي ټي پي ترهه ګرو بریدونه زیات شوي دي چې زیاتره په افغانستان کې دیره دي ،خو د افغانستان طالبان د پاکستانيو چارواکو دغه ادعا ردوي.