پاکستان دې افغان بندیان خلاص او ټي ټي پي سره سوله وکړي
مولوي کبیر دغه راز پاکستان ته د دوی خلاف د افغان خاورې د نه کارول کیدو ډاډ ورکړی.
د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره د لیدنې پر مهال له دغه هېواده غوښتي چې په خپلو زندانونو کې بندي افغانان خوشې کړي.
د هغه دفتر د نوموړي له قوله لیکلي دمګړۍ ډېر شمېر افغانان په پاکستان کې د کډوالۍ شپې ورځې تېروي او د دوی د کوربه توب له امله پاکستان څخه مننه کوو، خو ځينې وخت په دې اړه دردونکي خبرونه اورېدل کېږي او له پاکستان څخه مو غوښتنه دا ده چې له دوی سره ښه چلند وکړي او هغه افغان کډوال، چې دا مهال د پاکستان زندانونو کې پراته دي، بايد ژر تر ژره خوشې شي.
مولوي کبیر دغه راز پاکستان ته د دوی خلاف د افغان خاورې د نه کارول کیدو ډاډ ورکړی.
نوموړي دغه راز پاکستاني طالبانو ته په اشارې ویلي، موږ د داسې هېواد په توګه چې د جګړو ترخې تجربې مو لیدلي پاکستان ته مشوره ورکوو، چې د جګړو پر ځای سولې ته ترجیح ورکړي.
داپه داسی حال کی ده چی د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان خلاف د حملو نه کېدو په اړه د طالبانو د حکومت دریځ رد کړی دی .