افغانستان له اقلیمي اواقتصادي بدلونونو سره مخامخ دی
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو دريو ورځو سېلابونو په اتو ولايتونو کې سخت ځاني او مالي زيانونه اړولي دي. یوازې په میدان وردګو ولایت کې د سېلابونو له امله سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او تر ۳۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو دغږملتیا دفتر ویلي چې افغانستان د وروستیو سېلابونو له امله د کروندګرو کرنیزو ځمکو ته د ستر زیان په ځواب کې د اقلیم او اقتصادي بدلون له ټکانونو سره مخ دی.
افغان غږ خبری آژانس وایی د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان ۸۰ سلنه کورنۍ د خپلو خوړو او عاید لپاره پر کرنې تکیه کوي او د سږني کال د غنمو حاصلات به یوازې ۴۰ سلنه اړتیاوې پوره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو دريو ورځو سېلابونو په اتو ولايتونو کې سخت ځاني او مالي زيانونه اړولي دي. یوازې په میدان وردګو ولایت کې د سېلابونو له امله سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او تر ۳۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
له بلې خوا د طالبانو ویاند مجاهد د اسلامي امارت له ارګانونو او مرستندویه بنسټونو غوښتي چې ژر تر ژره د سیلاب ځپلو سیمو خلکو ته خپلې مرستې ورسوي.