افغانستان له اقلیمي اواقتصادي بدلونونو سره مخامخ دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136138-افغانستان_له_اقلیمي_اواقتصادي_بدلونونو_سره_مخامخ_دی
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو دريو ورځو سېلابونو په اتو ولايتونو کې سخت ځاني او مالي زيانونه اړولي دي. یوازې په میدان وردګو ولایت کې د سېلابونو له امله سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او تر ۳۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
(last modified 2023-07-24T04:10:05+00:00 )
Jul 24, 2023 08:38 Asia/Kabul
  • افغانستان له اقلیمي اواقتصادي بدلونونو سره مخامخ دی

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو دريو ورځو سېلابونو په اتو ولايتونو کې سخت ځاني او مالي زيانونه اړولي دي. یوازې په میدان وردګو ولایت کې د سېلابونو له امله سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او تر ۳۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

 

د ملګرو ملتونو د بشري چارو دغږملتیا دفتر ویلي چې افغانستان د وروستیو سېلابونو له امله د کروندګرو کرنیزو ځمکو ته د ستر زیان په ځواب کې د اقلیم او اقتصادي بدلون له ټکانونو سره مخ دی.

افغان غږ خبری آژانس وایی  د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان ۸۰ سلنه کورنۍ د خپلو خوړو او عاید لپاره پر کرنې تکیه کوي او د سږني کال د غنمو حاصلات به یوازې ۴۰ سلنه اړتیاوې پوره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو دريو ورځو سېلابونو په اتو ولايتونو کې سخت ځاني او مالي زيانونه اړولي دي. یوازې په میدان وردګو ولایت کې د سېلابونو له امله سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او تر ۳۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

له بلې خوا د طالبانو ویاند مجاهد د اسلامي امارت له ارګانونو او مرستندویه بنسټونو غوښتي چې ژر تر ژره د سیلاب ځپلو سیمو خلکو ته خپلې مرستې ورسوي.