پاکستان په بې ځایه تورونو غواړي مونږه نړۍ ته وعده خلاف وښيي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136140-پاکستان_په_بې_ځایه_تورونو_غواړي_مونږه_نړۍ_ته_وعده_خلاف_وښيي
ملا یعقوب ادعا لري، چې دوی نړیوالو سره خپلې ژمنې عملي کړي او اوس باید نړیوال پر ژمنو عمل وکړي او دوی په رسمیت وپېژني.
(last modified 2023-07-24T04:19:21+00:00 )
Jul 24, 2023 08:46 Asia/Kabul
  • پاکستان په بې ځایه تورونو غواړي مونږه نړۍ ته وعده خلاف وښيي

ملا یعقوب ادعا لري، چې دوی نړیوالو سره خپلې ژمنې عملي کړي او اوس باید نړیوال پر ژمنو عمل وکړي او دوی په رسمیت وپېژني.

د طالبانو  د دفاع وزیر ملا یعقوب له العربیه ټیلی ویژن  سره په  مرکه کې پاکستان د دوی د رژیم خلاف د بې باورۍ جوړولو په هڅو تورن کړی.

هغه ادعا کړی ده  پاکستان په افغانستان کې د ټي ټي پي د موجودیت په بې ځایه تورونو غواړي مونږ نړۍ ته وعده ماتونکي وښي.

ملا یعقوب ادعا لري، چې دوی نړیوالو سره خپلې ژمنې عملي کړي او اوس باید نړیوال پر ژمنو عمل وکړي او دوی په رسمیت وپېژني.

ملا یعقوب ټینګار کړی، چې پردیو فرماېشونوته غاړه نه ږدي او هم به ازموېل شوې څېرې په خپل حکومت کې نه شاملوي.

د طالبانو چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې دي  چې منتقدان یې دوی نړۍ او افغانانو سره د دوی د حکومت د نه تعامل ملامت لوری بولي.