Jul 26, 2023 10:25 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د محرم مراسم د ترسره کیدا په حال کښې دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د محرم د میاشتې له ورځو سره په یووخت د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د حضرت قاسم ابن الحسن علیه السلام د شهادت په مناسبت ځانګړي مراسم ترسره شول.

په دغو مراسمو کښې چې د « اهلا من العسل» په نوم سره په کابل ښار کښې وشول ویناوالو د کربلا په حماسې کښې د حضرت قاسم امام حسن مجتبی علیه السلام د شخصیت،  د زړورتیا او د سرشیندنې په هکله خبرې وکړې.

مداحانو په دغو مراسمو کښې د حضرت قاسم علیه السلام د شهادت په هکله نوحې ولوستلې او په دغه غونډې کښې روضه خوانانو د حضرت قاسم علیه السلام د شهادت روضه ولوستله.

په علمیه حوزو باندې د څارنې د شورا اجرايي مسوول حجت الاسلام سید حسن صالحي چې په دغه غونډې کښې یې وینا کوله د حضرت قاسم ابن الحسن علیه السلام شخصیت او زړورتیا د مسلمانو ځوانانو لپاره بیلګه وبلله او ویې ویل حضرت قاسم علیه السلام له دې سره سره چې کم عمره ځوان و خو د رسول الله صلی الله علیه السلام د دین د ژوندي ساتلو په هدف سره یې د دین په لاره کښې سرشیندنه وکړه.

په کابل سربیره په قندهار ښار کښې هم د محرم د میاشتې د ماتم دستورې د خلکو په پرتمینه ګډون سره د ترسره کیدا په حال کښې دي.

د قندهار خلک ځینې شیعه میشته سیمې نن سبا د عاشورا  د نمادونو او نښو په ډګر بدلې شوي دي او په ځینو جوماتونو او امامباړو کښې د شپې پرمهال د حضرت امام حسین علیه السلام د شهادت په مناسبت د ماتم دستورې ترسره کیږي.

 

ټیګونه