د بیړنیو مرستو د اړمنو افغانانو شمېر له ۲۹ میلیونو اوښتی
Jul 29, 2023 08:58 Asia/Kabul
یونیسف یو ځل بیا له نړیوالو غوښتي، چې افغانستان ته د بشري مرستو په برابرولو کې همکاري زیاته کړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانوملاتړ صندوق یونیسف ویلي چې په افغانستان کې تر مني پورې د بیړنیواړمنو شمېر له ۲۹ میلیون کسانو اوښتی.
دغې ادارې ویلي چې دغو اړمنو سره بیړنۍ بشري مرستې اړینې دي.
یونیسف یو ځل بیا له نړیوالو غوښتي، چې افغانستان ته د بشري مرستو په برابرولو کې همکاري زیاته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو چارواکي د بی وزلۍ زیاتیدو خبرونه کله ردوي او کله یې له تایید سره د مرستو زیاتیدو غوښتنه کوي.
د طالبانو منتقدان باور لري، چې د فقر او بشري ناورین یو اصلي دلیل د حاکم حکومت افراطي کړنې، د واک انحصار او افغانانو او نړیوالو سره نه تعامل دی
ټیګونه