Jul 30, 2023 16:11 Asia/Kabul
  • د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره خپلې مرستې نیمې کړې

د خوړو نړیوال پروګرام د بودجې د سخت کمښت له امله له افغانستان  سره خپلې مرستې کمې کړې دي

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې ملګرو ملتووویل چې د خوړو نړیوال پروګرم  د بودجې د کمښت په وجه مجبوره شوی له افغانستان سره د خپلو مرستو اندازه کمه کړي

د خوړو د نړیوال پروګرام WFP))، د اجرایي مدیر مرستیال کارل اسکائو  په یوه خبري غونډه کې وویل چې دغه سازمان د بودجې له کمښت وروسته یوازې پینځه میلیون افغانانو ته مرسته رسولی شي.

 هغه زیاته کړه: « د خوړو نړیوال پروګرام  د افغانستان له ټولنې سره خپلې مرستې له ۷۵ فیصده څخه ۵۰ فیصدو ته راکمې کړي او په می میاشته کې مجبوره شد اته میلیونه افغان د مرستو اخستلو له لیسټه وباسي.»

دغه پروګرام له دې مخکې په ځلونو د ځینو هیوادونو منجمله افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د بودجې د کمښت په اړه خبرداری ورکړی و او دغه ادارې پر افغانستان سر بېره د ځینو نورو هیوادونو منجمله سوریې، یمن فلسطین او یو شمېر افریقایي هیوادونو  هم مرستې کمې کړې دي.

 کارل جوته کړه چې په ټول کې له ۸۶ هیوادونو څخه په ۳۸ هیوادونو کې چې د خوړو نړیوال پروګرام پکې فعالیت کوي مرستې کمې شوې دي.

د هغه په وینا د خوړو نړیوال پرورګام په دغه هیوادونو کې مرسته رسولو لپاره ۲۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري چې دم ګړۍ یوازې ۵ میلیارده ترلاسه کړې دي.

دغه مقام خبرداری ورکړ چې په روان کال کې په نړۍ کې ۳۴۵ میلیون کسان له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ دي.

 

ټیګونه