له غور ولایت څخه یوشمېر بهرني سیلانیانو لیدنه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136424-له_غور_ولایت_څخه_یوشمېر_بهرني_سیلانیانو_لیدنه_کړې
غور ولايت ته له ايټاليا، پاکستان او جاپان څخه ۱۳ تنه سيلانيان د تاريخي آبداتو او تفریحي سیمو په ځانګړې توګه د غور لرغوني منار جام د ليدو په موخه سفر کړی دی.
(last modified 2023-07-31T07:04:48+00:00 )
Jul 31, 2023 11:32 Asia/Kabul
  • له غور ولایت څخه یوشمېر بهرني سیلانیانو لیدنه کړې

غور ولايت ته له ايټاليا، پاکستان او جاپان څخه ۱۳ تنه سيلانيان د تاريخي آبداتو او تفریحي سیمو په ځانګړې توګه د غور لرغوني منار جام د ليدو په موخه سفر کړی دی.

د باختر خبري آژانس د خبر له مخې، سيلانيان وايي، چې د ښه امنيتي وضعيت او د افغانستان د ښکلا له امله يې دغه هېواد ته سفر کړی او غواړي، چې د افغانستان د تاریخي او تفریحي سیمو څخه د لیدنې په موخه به نورو ولایتونو ته هم سفر وکړي.

دوی دغه راز د افغانستان په اړه د بهرنیو رسنیو اوازې له حقیقته لرې بولي او وايي، چې اوس مهال په دغه هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ دی او خلکو ته په بېلابېلو برخو کې آسانتیاوې برابرې شوې دي.

ورته مهال د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي عبدالحى ضعيم وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو په بریا سره په ټول هېواد او په ځانګړې توګه په غور ولايت کې د ګرځندوى زمينه برابره شوې او هڅه کوي چې په دغه ولایت کې د ګرځندوی صنعت ته وده ورکړي، ځکه له دې لارې ښه عواید راټولېږي او د هېواد تاریخي آثار او آبدات نړۍ ته ورپېژندل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې پرون هرات ته هم ۱۳ روسي سیلانیان تللي وو.