د دوحې غونډې ته د معترضو افغان میرمنو غبرګون
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136466-د_دوحې_غونډې_ته_د_معترضو_افغان_میرمنو_غبرګون
د افغانستان د ښځو د اعتراضي غورځنګونو ائتلاف په دوحه کښې د طالبانو او امریکې د استازو ترمینځ په غونډې باندې نیوکه وکړه
(last modified 2023-07-31T23:45:23+00:00 )
Aug 01, 2023 04:11 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د افغانستان د ښځو د اعتراضي غورځنګونو ائتلاف په دوحه کښې د طالبانو او امریکې د استازو ترمینځ په غونډې باندې نیوکه وکړه

د افغانستان یوشمیر معترضو میرمنو او «د افغانستان د ښځو د اعتراضي غورځنګونو د ائتلاف» غړو پرون د قطر په دوحه کښې له امریکايي پلاوي سره د طالبانو د غونډې د ترسره کیدو په غبرګون کښې، له ګډونوالو وغوښتل چې له انسانیت او بشري ارزښتونو سره خیانت ونه کړي.

د دغه غورځنګ په بیانیه کښې راغلي دي: په تیرو دوو کلونو کښې په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت یوازنۍ لاسته راوړنه، په زور ودونه، کورني تاوتریخوالي او تشدد، ځان ژونې، رواني زیانونه، شکمنې وژلې، سړي تښتونې، د ماشومان پلورل، د افغانستان د ښځو د بنیادي حقونو سلبیدل او جنسیتي اپارټایډ کړنې پاتې شوې دي.