په افغانستان کې (سلګونه) مجرمین نيول شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136732-په_افغانستان_کې_(سلګونه)_مجرمین_نيول_شوي_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان کورنيو چارو وزارت خبر ورکړي چي د دې هیواد په مختلفو ولایتونو کې یې یو شمېر مجرمین نیولي.
(last modified 2023-08-06T07:14:53+00:00 )
Aug 06, 2023 11:41 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې (سلګونه) مجرمین نيول شوي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان کورنيو چارو وزارت خبر ورکړي چي د دې هیواد په مختلفو ولایتونو کې یې یو شمېر مجرمین نیولي.

دا مجرمین په (هلمند، غزني, تخار, کاپيسا,سرپل او هرات)ولايتونو کې نيول شوي دي.

د ياد وزارت د خبرپانې له مخې یاد مجرمین د غلا, د ناچله پيسو , ځورونو, او اخلاقي فساد په تور نيول شوي.

په ورته مهال په هلمند ولايت هم په تيره مياشت کې په مرکز او ولسواليو کې (۲۲۴) تنه د مختلفو جنايي جرمونو په تړاو نيول شوي دي.

د راپورونو له مخې ياد کسان د قتل, اخلاقي فساد, د نشه يې توکو پير او پلور, غلا او داسي نورو ورته جرمونو په تور نيول شوي دي.

ویل کیږي له نیول شويو کسانو سره (۸) لاسي بمونه (۱۵) موټرسایکلونه (۵) میله وسلې (۱۴۲۷) د سپکو او درنو وسلو ګولۍ (۱) موټر او یو شمېر نور توکي هم نیول شوي دې.

په افغانستان کې د جنایي جرمونو د مخنیوي په اړه راپورنه اوریدل کیږي.

 د سیاسي چارو د شاناندو په خبره د مجرمینو نیول کیدل چې تر ډیره د سیمې ، ټولنې او آن دټول هیواد په سوله او امن کې رغنده رول لوبولی شي.