په افغانستان کښې یوشمیر خارجي وګړي بندیان دي
طلوع نیوز ټیلي ويژن راپور ورکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند د امریکا په شمول د یوشمیر بهرنیو وګړو د زنداني کیدا خبر ورکړ.
د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون وویل د امریکا په شمول د خارجي هیوادونو یوشمیر ښاریز حاضردمه د امنیتي مسائیلو په شمول د ځینو مسائیلو په علت د طالبانو د حکومت په زندانونو کښې دي.
ذبیح الله مجاهد د دغو خارجي ښاریزو د برخلیک په هکله وویل د دوې په دوسیو باندې له غور وروسته به د طالبانو حکومت د هغوې په اړه فیصله وکړي.
له دې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړیو استازیو د قطر په دوحې غونډې کښې له طالبانو غوښتي وو چې له کوم قید او شرط پرته د امریکا ښاریز خوشي کړي.
د امریکا پوځیان د افغانستان له شل کاله نیواک او جنګونه وروسته په ډیرې بې شرمۍ سره د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست میاشتې کښې له افغانستانه وتښتیدل.
د امریکا دغه نیواک او جنګونه د افغانستان د اقتصادي او د روغتیايي بیخ بنایانو د تباه کیدا سبب شوي دي.