طالبانو له روسي سوداګرانو سره کتلي دي.
Aug 08, 2023 07:23 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې د سوداګرو یوه پلاوي په کابل کې د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له مرستیال مولوي قدرت الله جمال سره وکتل.
په دې لیدنه کې د ياد تجارتي پلاوي مشر الیګ کندي یوویچ وویل، موږ چمتو یوو چې د افغانستان د برېښنا، کرهڼې او د کانونو د استخراج په برخو کې پانګونه وکړو.
ياد پلاوي زياته کړه چې موږ د افغانستان توليداتو ته لومړيتوب ورکوو او د روسیې خلک د افغانستان تازه ميوه جاتو ته زياته ليوالتيا لري.
د ياد پلاوي مشر د صنعت او سوداګرۍ وزارت له چارواکو څخه وغوښتل چې يوه مشترکه تجارتي نمايندګي په دواړو هيوادونو کې تاسيس کړي، تر څو تجاران په سهولت سره خپل تجارتي اموال صادر کړي.
ټیګونه