د مصر پلاوي او ډيپلوماټانو له طالبانو سره کتنه کړي ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136830-د_مصر_پلاوي_او_ډيپلوماټانو_له_طالبانو_سره_کتنه_کړي_ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د مصري پلاوي مشر حسن عبدالسلام النجار په کابل کې د مصر سفارت له لومړي سکرتر او د قونسلي چارو مسؤل محمد احمد عبدالحلیم‏ سره يوځای د بهرنیو چارو وزارت د دویم سیاسي رياست له رئیس ښاغلي فيضان الله ناصري سره وكتل.
(last modified 2023-08-08T03:10:49+00:00 )
Aug 08, 2023 07:36 Asia/Kabul
  • د مصر پلاوي او ډيپلوماټانو له طالبانو سره کتنه کړي ده

زمونږ خبریال راپور راکړی د مصري پلاوي مشر حسن عبدالسلام النجار په کابل کې د مصر سفارت له لومړي سکرتر او د قونسلي چارو مسؤل محمد احمد عبدالحلیم‏ سره يوځای د بهرنیو چارو وزارت د دویم سیاسي رياست له رئیس ښاغلي فيضان الله ناصري سره وكتل.

د بهرنيو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضياء احمد تکل په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي، په دې کتنه کې د مصري پلاوي مشر په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي ډول په افغانستان کې د سرتاسري امنیت او اقتصادي ثبات د تأمین ستاينه او قدرداني وکړه.

‏همدا راز دواړو خواوو د سياسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د اړيکو د پراختيا پر څرنګوالي بحث، ټينګار او د نظريو تبادله وکړه.