نړیواله ټولنه له افغان سرې میاشتې سره مرسته کوي
د افغاني سرې میاشتې مطبوعاتي دفتر نن دغه خبر خپور کړی او ویلي یې دي چې د دغې ادارې له رئیس مولوي مطیع الحق خالص د افغان سرې میاشتې د مرکزي ادارو رئیسانو سره د خپل وروستي سفر جزیات شریک کړل.
د افغان سرې مياشتې رييس مولوي مطيع الحق خالص څو هېوادونو ته له خپلو وروستيو سفرونو وروسته په کابل کې د دغه بنسټ له مسوولينو سره په کتنه کې وويل چې نړيواله ټولنه له افغان سرې مياشتې سره د همکارۍ او مرستې اراده لري.
د افغاني سرې میاشتې مطبوعاتي دفتر نن دغه خبر خپور کړی او ویلي یې دي چې د دغې ادارې له رئیس مولوي مطیع الحق خالص د افغان سرې میاشتې د مرکزي ادارو رئیسانو سره د خپل وروستي سفر جزیات شریک کړل.
مولوي مطیع الحق خالص وویل: نړیواله ټولنه له افغان سرې میاشتې سره د همکارۍ او مرستې اراده لري، خو که د بشري مرستو او همکاریو په برخه کې د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو ظرفیت لوړ شي، دغه مرستې به په منظمه توګه افغانستان ته ورسیږي.