نړیواله ټولنه له افغان سرې میاشتې سره مرسته کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136844-نړیواله_ټولنه_له_افغان_سرې_میاشتې_سره_مرسته_کوي
د افغاني سرې میاشتې مطبوعاتي دفتر نن دغه خبر خپور کړی او ویلي یې دي چې د دغې ادارې له رئیس مولوي مطیع الحق خالص د افغان سرې میاشتې د مرکزي ادارو رئیسانو سره د خپل وروستي سفر جزیات شریک کړل.
(last modified 2023-08-08T05:03:28+00:00 )
Aug 08, 2023 09:31 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه له افغان سرې میاشتې سره مرسته کوي

د افغاني سرې میاشتې مطبوعاتي دفتر نن دغه خبر خپور کړی او ویلي یې دي چې د دغې ادارې له رئیس مولوي مطیع الحق خالص د افغان سرې میاشتې د مرکزي ادارو رئیسانو سره د خپل وروستي سفر جزیات شریک کړل.

 

د افغان سرې مياشتې رييس مولوي مطيع الحق خالص څو هېوادونو ته له خپلو وروستيو سفرونو وروسته په کابل کې د دغه بنسټ له مسوولينو سره په کتنه کې وويل چې نړيواله ټولنه له افغان سرې مياشتې سره د همکارۍ او مرستې اراده لري.

د افغاني سرې میاشتې مطبوعاتي دفتر نن دغه خبر خپور کړی او ویلي یې دي چې د دغې ادارې له رئیس مولوي مطیع الحق خالص د افغان سرې میاشتې د مرکزي ادارو رئیسانو سره د خپل وروستي سفر جزیات شریک کړل.

مولوي مطیع الحق خالص وویل: نړیواله ټولنه له افغان سرې میاشتې سره د همکارۍ او مرستې اراده لري، خو که د بشري مرستو او همکاریو په برخه کې د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو ظرفیت لوړ شي، دغه مرستې به په منظمه توګه افغانستان ته ورسیږي.