ملاعبدالغني برادر د یوه پلاوي په مشرۍ ترکیې ته لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136864-ملاعبدالغني_برادر_د_یوه_پلاوي_په_مشرۍ_ترکیې_ته_لاړ
. د طالبانو حکومت تراوسه د ترکیې په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی اونړیوالې ټولنې د دغې غوښتنې تحقق د بشری حقوقو د رعایتولو په تیره بیا د میرمنو حقوقو او د ټولو قومونو او ډلود استازیو په ګډون د پراخ بنسټه حکومت په جوړولو پورې مشروط کړی دی
(last modified 2023-08-08T21:48:03+00:00 )
Aug 09, 2023 02:16 Asia/Kabul
  • ملاعبدالغني برادر د یوه پلاوي په مشرۍ ترکیې ته لاړ

. د طالبانو حکومت تراوسه د ترکیې په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی اونړیوالې ټولنې د دغې غوښتنې تحقق د بشری حقوقو د رعایتولو په تیره بیا د میرمنو حقوقو او د ټولو قومونو او ډلود استازیو په ګډون د پراخ بنسټه حکومت په جوړولو پورې مشروط کړی دی

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی ترکیې ته ولاړ.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د مرستیال دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ دا پلاوی به د خپل رسمي سفر په ترڅ کې پر ترک چارواکو سربېره په ترکیه کې له مېشتو افغان پانګوالو سره وګوري او په افغانستان کې د پانګونو په اړه به په یو مهم کنفرانس کې هم ګډون وکړي.

د ریاست الوزرا د مرستیال دفتر په خبرپاڼه کې دا یادونه نه ده شوې چې ښاغلی برادر به له کومو ترک چارواکو سره وګوري. د طالبانو حکومت تراوسه د ترکیې په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی اونړیوالې ټولنې د دغې غوښتنې تحقق د بشری حقوقو د رعایتولو په تیره بیا د میرمنو حقوقو او د ټولو قومونو او ډلود استازیو په ګډون د پراخ بنسټه حکومت په جوړولو پورې مشروط کړی دی .

د افغانستان اقتصادي بیخ بیناوې د شل کلنې نیواکګرۍ او امریکایی عسکرو جنګ په دلیل له مینځه لاړې دي .