د نړیوالو مرستو ۸۰ فیصده بیځایه لګول کیږي
اندریس وايي مرستندویه موسسې یوازې ۲۰ فیصده مرستې خلکو ته وېشي.
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي دانیل اندریس سره په لیدنه کې وویل چې د نړیوالو مرستو لږ تر لږه ۸۰ سلنه بيځایه مصرف کیږي.
افغان غږ خبری آژانس وایی د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني له دانیل اندریس سره په لیدنه کې دغه څرګندونې کړې دي. اندریس وايي مرستندویه موسسې یوازې ۲۰ فیصده مرستې خلکو ته وېشي.
هغه زیاته کړه چې د نړیوالو مرستو لږ تر لږه ۸۰ سلنه د افغانستان خلکو ته ځي.
د طالبانو د کډوالو چارو سرپرست وزیر د پاکستان او ترکیې له خوا له افغان کډوالو سره ناوړه چلند ته په اشارې سره ادعاوکړه ، افغانان په ګاونډیو او اروپايي هیوادونو کې له ډیرو ستونزو سره مخ دي، هیله لرو چې له هغوی سره د اصولو او قوانینو مطابق چلند وشي.
په دې کتنه کې د افغان کډوالو پر ستونزو او وضعیت، په افغانستان او ملګرو ملتونو کې د اړوندو څانګو ترمنځ پر همغږۍ او د شته ستونزو د حل پر لارو چارو هم خبرې وشوې