د طالبانو ځواکونه باید پوځي دریشې واچوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137072-د_طالبانو_ځواکونه_باید_پوځي_دریشې_واچوي
اوا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت دفاع وزارت وویل د دغه وزارت په ټولو ځواکونو باندې دریشې ویشل شوي دي او هغوې یوشان لباس او دریشې لري پر دې اساس که چیرې د دفاع وزارت ځواکونه د پوځي دریشې په اچولو کښې غفلت وکړي نو سزا به شي.
(last modified 2023-08-13T04:27:47+00:00 )
Aug 13, 2023 08:55 Asia/Kabul
  • د طالبانو ځواکونه باید پوځي دریشې واچوي

اوا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت دفاع وزارت وویل د دغه وزارت په ټولو ځواکونو باندې دریشې ویشل شوي دي او هغوې یوشان لباس او دریشې لري پر دې اساس که چیرې د دفاع وزارت ځواکونه د پوځي دریشې په اچولو کښې غفلت وکړي نو سزا به شي.

له تیرو دوو کلونو راهسې چې طالبان بیا واک ته رسیدلي دي د طالبانو ترمینځ د یوشان پوځي دریشې نه لرلو په وجه د افغانستان د ښاریزو لپاره ډیر مشکلات رامینځته کړي دي او په دې مینځ ومان کښې یوشمیر غلو او ورانکارو کسانو له موجوده حالته په ناوړه استفادې سره ډیر ښاریز تښتولي او له هغوې یې پیسې اخیستي دي.

د طالبانو د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي له رسنیو سره په مرکه کښې وویل د ملي دفاع وزارت ټول ځواکونه په پوځي دریشې ملبوس شوي او که چیرې د دغه وزارت ځواکونه پوځي دریشې وانه چوي نو سزا به شي.

خوارزمي وویل د طالبانو دفاع وزارت حکم ورکړی دی په پوځي مرکزونو او د ماموریت په وخت کښې ټول ځواکونه باید هغه دریشې چې دوې ته ورکړل شوي دي واچوي.