د ایران فني پلاوي د دهراود د اوبو د سنجونې مرکز کتلی
زمونږ خبریال راپور راکړی د هیرمند سیند د نولس سوه دوه اویایم میلادي کال له تړون او د دغه سیند د اوبو د کمشنرۍ له جوړیدا راهسې د لومړي ځل لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت فني پلاوي د هیرمند سیند د پاسه د کجکي ډیم د بره د دهراود د اوبو د سنجونو د مرکز کتنه وکړه.
د هیرمند سیند د تړون پراساس چې په نولس سوه دوه اویایم میلادي کال کښې د ایران او د افغانستان د هغه وخت چارواکو لاسلیک کړی و د هیرمند سیند له اوبو څخه د ایران ونډه په کال کښې اته سوه شل میلیون مکعب میټره او په یوې ثانیې کښې کابو شپږویشت مکعب میټره ده چې البته دغه اندازه په بیلابیلو میاشتو او موسمونو کښې سره تفاوت لري.
د ایران د بریښنا د وزیر مرستیال محمد جوانبخت د دهراود د مرکز د کتلو لپاره د ایران د کمشنر د غوښتنې منل کیدا ته په اشارې سره وویل د ایران د کارپيژاندو پلاوي د دهراود د اوبو د سنجونې په مرکز کښې د سیند د اوبو د اندازې له لیدو وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت د اوبو د حق د ورکولو غوښتنه وکړه او موافقه وشوه چې په نږدې راتلونکي کښې د فني کمیټۍ په غونډو کښې د ایران د اوبو د حق د ورکولو د څرنګوالي په هکله فیصله وشي.
د هیرمند سیند د اوبو د حق په هکله د افغانستان د طالبانو د حکومت د چارواکو له څرګندونو او په دې هکله د دغه ډلې د بیانیې له خپریدا وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په تیرې مي میاشت کښې وویل په تیرو میاشتو کښې په ځلونو د طالبانو د خارجه وزارت له سرپرست امیر خان متقي څخه غوښتنه وشوه د هیرمند سیند د تړون پراساس په خپلو ژمنو عمل وکړي او د اوبو د اندازې د سنجولو او د فني پلاویو د کتنې امکان برابر کړي.