طالبان د لیتیوم په رایستلو کښې پانګونه غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137086-طالبان_د_لیتیوم_په_رایستلو_کښې_پانګونه_غواړي
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت د صنعت او د تجارت وزیر «نورالدین عزیزي» وویل ټول هیوادونه کولای شي د دغه هیواد د لیتیوم د معدنونو په استخراج کښې پانګونه وکړي.
(last modified 2023-08-13T09:44:01+00:00 )
Aug 13, 2023 11:10 Asia/Kabul
  • طالبان د لیتیوم په رایستلو کښې پانګونه غواړي

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت د صنعت او د تجارت وزیر «نورالدین عزیزي» وویل ټول هیوادونه کولای شي د دغه هیواد د لیتیوم د معدنونو په استخراج کښې پانګونه وکړي.

افغانستان د بولیویا ، د چیلي او د اسټرالیا په څنګ کښې په هغو محدودو هیوادونو کښې شامل دی چې د لیتیوم بډایه سرچینې او معدنونه لري.

د طالبانو د حکومت د صنعت او د تجارت وزیر نور الدین عزیزي وویل د لیتیوم معدنونه د افغانستان د خلکو سترې هیلې دي او نه غواړو چې دغه معدنونه له مشکل سره مخامخ شي.

هغه وویل دلچپسۍ لرونکي هیوادونه د افغانستان د  لیتیوم د رایستلو په برخه کښې پانګونه کولای شي ځکه چې د افغانستان د  خلکو هیله لیتیوم دي او مونږ نه غواړو دغه کم موندونکی فلز او وسپنه د یوه شرکت یا د یوه هیواد لخوا استخراج شي.