طالبان د لیتیوم په رایستلو کښې پانګونه غواړي
Aug 13, 2023 11:10 Asia/Kabul
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت د صنعت او د تجارت وزیر «نورالدین عزیزي» وویل ټول هیوادونه کولای شي د دغه هیواد د لیتیوم د معدنونو په استخراج کښې پانګونه وکړي.
افغانستان د بولیویا ، د چیلي او د اسټرالیا په څنګ کښې په هغو محدودو هیوادونو کښې شامل دی چې د لیتیوم بډایه سرچینې او معدنونه لري.
د طالبانو د حکومت د صنعت او د تجارت وزیر نور الدین عزیزي وویل د لیتیوم معدنونه د افغانستان د خلکو سترې هیلې دي او نه غواړو چې دغه معدنونه له مشکل سره مخامخ شي.
هغه وویل دلچپسۍ لرونکي هیوادونه د افغانستان د لیتیوم د رایستلو په برخه کښې پانګونه کولای شي ځکه چې د افغانستان د خلکو هیله لیتیوم دي او مونږ نه غواړو دغه کم موندونکی فلز او وسپنه د یوه شرکت یا د یوه هیواد لخوا استخراج شي.
ټیګونه