د افغانستان په بیلابیلو ښارونو کښې پرون جشنونه وشول
(last modified Wed, 16 Aug 2023 00:00:53 GMT )
Aug 16, 2023 04:30 Asia/Kabul
  • د افغانستان په بیلابیلو ښارونو کښې پرون جشنونه وشول

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا او د ناټو تړون لخوا د افغانستان د نیواک د ختمیدا له دوهمې کلیزې سره په یووخت پرون د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې مختلف جشنونه وشول.

د امریکا او د هغې د متحدو هیوادونو نیواکګر ځواکونه په افغانستان کښې له شل کاله نیواکګرۍ وروسته په نهایت کښې په ډیر ذلت او ماتي خوړلو سره د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست میاشتې په اخر کښې له دغه هیواد څخه ووتل.

د امریکا او د هغې د متحدانو دغه نیواکګرۍ او جنګونه د افغانستان د اقتصادي او د روغتیايي بیخ بنایانو د تباه کیدا سبب شوي دي.

طالبانو ډله د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست د میاشتې په پینځلسمه نیټه د ولسمشر اشرف غني د حکومت په نسکورولو سره واک ته رسیدلي ده او اوس هم حکومت ته دوام ورکوي.

پرون په افغانستان کښې د امریکا د نیواک د ختمیدا د دوهمې کلیزې په مناسبت عمومي او رسمي رخصتي وه.

دوه کاله مخکې په همداسې ورځ په کابل کښې د امریکا سفارت خالي شو او ټول کارکونکي یې د کابل هوایي ډګر ته انتقال کړې شوي وو.

د افغانستان د ډیرو ښارونو په تیره بیا د کابل واټونه او د تفریح ځایونه د امریکا د نیواکګرۍ د ختمیدا د جشنونو مرکزونه وو  او د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې غونډې هم وشوې.

په کابل کښې د افغانستان د ښووونې او د روزنې په وزارت کښې د هیواد د نیواک د ختمیدا د دوهمې کلیزې په مناسبت یوه غونډه وشوه او ډیرې خلک هیله من وو چې په دغو مراسمو کښې د انجلیو د ښوونځیو د بیرته پرانیستل کیدا په هکله ښه خبرونه خپاره شي خو داسې ونشول.