د افغانستان طالبانو ډلې خپلې ژمنې پوره نکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137202-د_افغانستان_طالبانو_ډلې_خپلې_ژمنې_پوره_نکړې
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وویل چې د افغانستان طالبانو خپلې وعدې پوره نه کړې او مونږ به دغو ژمنو ته د طالبانو د ځواب ورکولو لپاره خپل کار ته دوام ورکړو.
(last modified 2023-08-15T22:10:33+00:00 )
Aug 16, 2023 02:38 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبانو ډلې خپلې ژمنې پوره نکړې

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وویل چې د افغانستان طالبانو خپلې وعدې پوره نه کړې او مونږ به دغو ژمنو ته د طالبانو د ځواب ورکولو لپاره خپل کار ته دوام ورکړو.

په افغانستان کښې د طالبانو ډلې د حکومت د دوو کلونو په پوره کیدا سره د امریکا خارجه وزیر دغه خبره کړي ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وویل تر څو چې ښځو ته تحفظ ورنکړل شي د افغانستان له طالبانو ډلې سره به د واشنګټن اړیکې عادي نشي.

هغه وویل په دوو کلونو کښې د افغانستان کابو څلوردیرش زره ښاریزو ته د خصوصي مهاجرت ویزې ورکړل شوي دي.