د افغانستان طالبانو په سیاسي ګوندونو باندې بندیز ولګاوه
زمونږ خبریال د پاکستان د ډان ورځپاڼې په قول راپور راکړی که څه هم د افغانستان د طالبانو حکومت په عمومي ډول هیڅ سیاسي ګوند ته د فعالیت اجازه نه ده ورکړي خو دغه بندیز د حکومتي حکم په توګه یادیږي.
د طالبانو د موقته حکومت د انصاف وزیر قاضي «شیخ مولوي عبدالحکیم شرعي» په کابل کښې د خپل وزارت د کلنې راپور د وړاندې کولو په وخت وویل په افغانستان کښې د سیاسي ګوندونو فعالیتونه په کامل ډول بند کړې شوي دي ځکه چې دغه ګوندونه په شریعت کښې هیڅ ځاې نلري او په شریعت کښې دوې هیڅ حیثیت نلري او زیاته یې کړه له دغو سیاسي ګوندونو سره هیڅ ملي ګټه نه ده اړونده او نه ملت هغوې خوښوي.
د طالبانو د دغه وزیر له خبرو داسې معلومیږي چې د افغانستان طالبان به د یوه تحریک په توګه خپل حکومت ته دوام ورکړي او دوې په خپل هیواد کښې په ازادۍ سره نورو سیاسي ګوندونو ته د فعالیت د ورکولو هیڅ اراده نلري.
د طالبانو د انصاف وزیر شیخ مولوي عبدالحکیم شرعي دا ونه ویل چې په سیاسي ګوندونو بندیز له کوم وخت څخه لګول شوی او د افغانستان طالبانو ډله دغه راز د ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره د نړیوالې ټولنې د غوښتنې او د دباو په مقابل کښې هماغه راز مقاومت کوي.
طالبان وايي چې د دوې په حکومت کښې د افغانستان د ټولو قومونو او قبائیلو استازي شته او د دوې حکومت ټولشموله دی.